https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
تاريخ
تړونى کاپي کاپي شو
پښتو او پښتانه له کومې راغلي دي؟ پښتو د پښتنو ژبه ده. پښتانه د افغانستان تر ټولو اوسيدونکو پخوانۍ ډېرۍ ( بومی اکثريت ) ژبتوکميزه ( اتنو لېنگويستيکي )وگړنۍ ډله ده پښتو او پښتانه له تاريخي _جغرافيايې پلوه په شمال ختيزو سيمو ( پامير، بلخ... ) اړه لري. د پښتنو نيکونه د سکه، ساکه، ساک ( کاس )، ساکانو او کاسيانو په نومونو يادېدل، او پښتو هم د ساکي ژبي نمسۍ زباده شوي ده. ساکان د اوېستاييانو، پارتيانو، ماديانو او پارسيانو تر څنگ پنځم آريا ني ټبر گڼل کېږي چي تر زيږد ( ميلاد ) پېړۍ پېړۍ له مخه يې له منځني ختيځ او کوکاسه ( قفقازه ) تر شمال لويديز چين، هند و کشميره سترې سترې اېمپراتورۍ را منځته کړې او د سکندر مقدوني په مشرۍ يې د يوناني يرغلگرو پر وړاندې د خپل اصلي ټاټوبي ( باکتريا، بلخ او آمو شا وخواسيمو ) دفاع کړې او راوروسته يې په گډه يونان _ باختري واکمنۍ کې برخه اخستې ده. ٢١٩٠ کاله پخوا يوه برخه ساکان له شماله، سوېل ته راوکوچيدل او د هېلمند ناوې کښتنۍ سيمه ( زرنج ) يې په خپل نامه ( ساکېستان ) ونوماوه چي راوروسته پر سيستان واوښت. په دويمه زېږدي ( ميلادي ) پېړۍ کي چي د ساکېستان ستر واکي ړنگه شوه، په شمال کې ساکي توکمو کوشانيانو د بلي سترواکۍ بنسټ کښېښود چي د هېواد پر شمال او سوېل سر بېره يې شمال لويديز هند او کشمير هم په خپله ولکه کې راوستل. پښتنو ساکانو په غور، هرات اود هېلمند و ارغنداب په ورشوو کې تر غوړې مرغې ( اراکوزيا يا اوسني ارغسان ) او کسې غره تر لمنو بېلا بېلې لويې او وړې سيمه واکۍ ( ملوک ا لطوايفۍ ) را منځته کړې او را وروسته تر سند وهند او کشميره خپاره شول.په دې توگه پښتو له هندي اريايې ژبو څخه اغېزمنه شوه او ډير څه يې ترې په خپله ځولۍ کې را واخېستل، په تېره غبرگژبيزوالی (ټ، ډ، ړ، ڼ )، بې له دې چې يې له آرياني ( ايراني ) خپلوانو ژبو، په سر کې دهمټبرو پاميري ژبو او بيا له پارسي، کوردي، بلو څي... هغو سره تاريخي _ جغرافيايي تړاو له پوښتنې او خر خشې سره مخامخ شي.