مخينه او لرغونتوب
د ويدا اوستا مها بهارت او پهلوي او داسي نورو زړو کتابونو او برليکونو کې د پښتو ادب لرغونتيا تر ميلاده هم ډيره پخوانۍ ښکاري - د راجيت سيتارام پنډت په قول ميلنده پڼهو اصلي نسخه په زړه پښتو ليکل شويده - موړ کتاب چې د باختري يوناني پاچا ميلندر او بودايي حکيم ناگه سينه تر منځ علمي او مذهبي بحثونه او خبرې اترې دي، د بودايي مذهب يو لوۍ کتاب گڼل کيږي- له دې څخه دا وايبره (نتيجه) په لاس راغله چې تر ميلاده يونيم سل کاله وړاندې لا پښتو ادب ددې توان درلود چې کتابونه پر اوليکل شي-
همدارنگه د هندوستان د راجستان ايالت په يو مندر کې موندل شوې شعري مجموعه چې په وينا گرۍ ليک دود کښل شوې، د روشن لا ملهوتره هندي ليکوال په حواله پښتو شعرونه هم لري- ( سر مححق زلمې هيوادمل - د پښتو ادبياتو تاريخ- لرغونۍ او منځنۍ دورې)
دغه راز په زړه فارسي د هنی منشي د لوۍ داريوش پاچا چې د886-522 قبل ميلاد د بېسون په ډبر ليکونو کښل شوې او پوهاند حبيبي د څيړنې او ژباړنې له مخې د پښتنو د خلجي گړدود (لهجه) سره ډير لږ توپير لري
نئ ارنکه اهم نه ئي اړېکی وم
نئ درومنه اهم نه ئ دوره جن وم
نئ زړوه که ره اهم نه ئ رورکړونی وم
لنډ مطلب دا چې نه يم دروغجن، او تيری کونکی نه يم - او نه د بل تيری په ځان زغملی شم
د پښتو ژبې اغيز په نورو ژبو کې
څرنگه چې د پښتنو ټاټوبی د ريښمو د توکو سرک دی - همدغه راز د فرهنگونو د ليږد راليږد لار هم ده - ددې خاورې اهميت او مقام علامه اقبال له شعر له مخه چې ټاکلی شو ځې وايي
اسيا يک پيکر اب و گل است
کشور افغان دران مانند دل است
خو څومره چې دغه خاوره په آسيا کې د زړه غوندې مهم رول لري دغه رنگ ددې هيواد د وگړو ژبه (پښتو) هم د سيمې په ادب کې ځانگړی مقام لري- د پوهاند رښتين صيب (پښتو څيړنې -223- په حواله په فارسۍ کې تقريباٌ څلور سوه نه زيات پښتو لغاتونه ځاۍ لري- لکه اوربند، [[اټکل]]، اوچت، پټ، پلمه، تول، ټوټه، تکړه، ټال، چټک، دود، سيالي، گډوډ، لنډه، لمبه، واک او داسې نور -
تر ميلاده وړاندې هر کله چې په هندي اريايانو کې طبقاتي توپير راغی چې ځينی د پرهمنانو چې په پښتو کې بريمنانو په بڼه راځي، اوس يي هم استعمال دود دی، ځينی د وليسه (تجارت کارو او خواري کښو) او ځينې لښکري خلکو دو اداري مشرانو په ډلو کې وويشل شول - چې دغه وروستۍ طبقه يي (کښ توري) وبلل- د کابل شاه په يو بيت کې( 160 ق م )د کښه توري ذکر راغلی دی- ددوۍ په طبقاتي ژوندانۀ کې د پښتو کليمې ننوتل د پښتو ادب د ځانگړي مقام بيلگه گڼلی شو.
د مور خان قبيلې څخه چې کله د منځنۍ اسيا اريايانو قدرت ترلاسه کړ نو هغوۍ چې سو ډير (ناشولته) وبلل - چې دغه ويي (لغت) اوس هم په همدی مفهوم پښتو کې دود دی- دغه راز د پخواني بخدي نوم (اوسنی بلخ) چې د اريايانو لومړې ښار وو، د بکهت او پښت له کليمې سره د نزديوالي نښه ده -
دغه راز په عربي کې د پښتو ادب څرکونه موندلی شو- د بيلگی په توگه د ابي الاسد الحماني چې د مهدي خليفه همهالې وو يو شعر راوړلې شو چې وايي (نحن الشهاريج و اولاد الدهاقين) د شهاريج کليمه د پښتو له ښاريځ ( دکليوال بهړ مانيز) او دهاقين د فارسۍ دهقان دی-
په عجايب الهند او مروج الذهب کې يو عربي شوې کليمه هنرمن هم راغلې - دغه راز د ډم (نايي) کليمه هم له پښتو څخه هندي ننوتې ده- د پښتو د کوتوال کليمه ان له غزنوي پير نه وړاندې درې ادب ته ننوتې - د خسر بلخي دا شعر اوگورۍ
جز بدين اند رنيابي راستي
راستي شد حصن دين راکوټوال
د پښتو ژبې پېښلیک
پښتو د سترې هندو اروپايي ژبنۍ کورنۍ په اَريايي يا هندو اَرياني او بيا له 12-13 پاميري ژبو او اوسيتي سره د اَرياني خرانگې په شمال- ختيزه(باختري) څانگه او ورپسې په ساکه يا ساکي څانگوړې اړه لري او په دې ترځ کې د افغانستان ډېری- بومي ژبه گڼل شوې ده.